د فېسبوک په چټ کې کاروان صاحب راڅخه پوښتنه وکړه، چې افغانستان ته کله راځې؟ ما ورته وويل چې هوا سړه شي درځم د خيره.
شېبه وروسته مې وليدل چې کاروان صاحب دا شعر او ورسره دا لنډکۍ تبصره ليکلې وه.
چې هوا کومــــه ورځ سړه شــــــي خامخا راشه
لکـــــه خوشبــــــو د شنـــــو غنمو په هـــوا راشه
د زاڼـــو تـــش کټوري بيا کړه له سندرو نه ډک
بس په کـــټ کټ په خندېدو او په غوغا راشه
زمــــا باور پـــــام پر خــــــوبونو باندې مـه کموه
په کې مــــې څو ځــــــله لېدلې په رښتيا راشه
بــــــس په پاکــټ کې راته بنده د ”ارين“ مچکه
ورســــــــره څو دانې کــــټ کټ يې د خندا راشه
راشـــــــه راتګ به دې يــو ښه نوی خبر شي راته
د بــــــې خبـــــــرو شپـــــــو ته زېری د ســـبا راشه
زمـــــا کاروان زمـــــــا جـــرس زما آشنا لاروی
زمـــــــا غزل زمــــــــا د هــــــــر توري معنا راشه
يادښت:
صالح ګله په فی البديهه شعر کې کله کله لفظونه د خښتو غوندې چست ونه لګيږي ، ته او لوستونکي مې وبښئ ، تا ليکلي وو چې هوا سړه شي نو به درشم ناڅاپه مې دا جمله په ژبه کې اړوله چې ترې مسره جوړه شوه . خوښيږي مې چې فی البديهه شعرونه وليکم ، يو وخت به موږ نثار ، سالک او عابد صاحب دوی د مهاجرت په خوړو شپو کې فی البديهه مشاعرې کولې بس د هغو شپو ياد راته په کې تازه شي که شعر ښه هم رانه شي خو يو شاعرانه کيف ترې واخلم، نو دا کيف پيدا کېدل او مفت سړي ته په لاس ورتلل لوی غنيمت دی که ته اوياران په کې څه وايئ ؟
( دا لیکنه مو له فېس بوک څخه درته را غلا کړې ده)
که غواړئ ددغي لیکني اړوند ټولي تبصرې ولولئ نو لاندي د((( ټولي تبصرې))) تکمه کښېکاږی