څوک به دي وکړي ښه راغلی اخــــتره !

د زړه لـــــه کومـــــي هر کــــلی اخــــتر!

 

هـــــوسېــــدی چي ستــا راتلو ته پرون

نن سو شهیـــد هــــغه کوچــــنی اختره !

 

دا چـــــي نن دلته ســـــبا هلته وي غم

مري پــــکي هـــــره ورځ سـړی اختره!

 

چي پــرې سیلۍ وي سر وکال د خزان

نه لـــــري  ها  بـــــڼ پـــــــسرلی اختره !

 

دا زموږ د ښار دي بیــــا عجیبه خلک

وايــــي مســـــکین ته لـېونی اختره !

 

دې مــــیني دی تــنهـــا «اوّاب» ځپلی

که یـــــې ځــــــپلی هـــــر زړګی اختره!