مینه ژوند دی          love is life             

 

هر یو شی د کائناتو

برخمن دی له دوو توکو

یو شعور دی او بل مینه

چي هر یو یې

خپلوي یو بېل شدت او بېله سطحه

                    ۞      ۞      ۞                   

 

 تر دې وړاندي چي موجود ، دا کائنات سي

محبت او شعور دواړه زېږېدلي

له عدمه تر وجوده

له وجوده تر عدمه

تر عقلي حساب وتلیو فاصلو کي

او په لویه ډارونکې شان فضا کي

منظم د یو نظام پر نظم سته دی

                    ۞      ۞      ۞                   

اوس که دغه وړاندي سوې دعوه موږ کړو

پر تله د     «    لو       اِز        لایفه   »   سره یو ځای

دا به نېغ په نېغه ګوته دې ته نیسي

چي شعور ، مینه  ، ژوندون او کائنات دي

یو د بل سره همزولي

کوم چي دا نتییجه ښئي

«  دا دنیا ده خدایﷻ له عشقه پیدا کړې  »