بسم الله الرحمْن الرحیم

 

مشر که وي ،نو داسي دي وي

ژباړه:نورالباري افغانمل

پېژندل سوي بزرګ حضرت خواجه قطب الدین بختیار کاکي رح تر  مړګ وړاندي دا وصیت وکړ چي د هغه د جنازې لمونځ دي داسي څوک ورکړي چي تل پاک اوسېدلی وي،د مازدیګر د لمانځه سنت نه وي ځیني قضا سوي .او  د جماعت په  لمانځه کي تل له لومړي تکبیر څخه شریک سوی وي .د جنازې د لمانځه په وخت کي چي دا  وصیت اورول  کېدی نو پېژندل سوي(مشهور) پاچا سلطان التمش هم  واورېدی.هغه د لږ  ساعت لپاره چهپ پاته سو تر څو یو بزرګ دغه نېکمرغي د ځان په برخه کړي.خو چي کله هیڅوک د امامت لپاره نه سو ور وړاندي نو ده دا وویل "ما خو دا غوښتل چي زما له دې حال څخه دي څوک نه سي خبر خو د خواجه صاحب د حکم په وړاندي هیڅ چاره نه لرم" او ور   وړاندي سو د جنازې لمونځ یې ورکړ.