پـــــــه آواز یې لاروي ســــــتوري روان دي

د سهار مـــــــــرغان په ذکـــــر د سبحان دي

 

زړونـــــــــه زړونه ګلابــــونه دي غوړیږي

ازانــــــــګې را ورېدلــــــــي د قــــرآن دي

 

بس په غاړه یـــې  د رب د میني لاس دی

نه پـــــه کار یې مـــــر غلري نه مرجان دي

 

پـــه دیدن د ښکلي هیڅو ک  نه مړیږي

دکانــــــــونه د آیـــــــنو ورته حـــېران دي

 

دغـــــه وني چي ثنا وایي په دوی کي

په لــــــکونو  رحـــــــــېلونه د قرآن دي

 

ســــــــتا لمنه ده د مـور  له مینـــي ډکه

ما لــــــیدلي موسېدلـــي یتیمان دي

 

د «کاروان » د غـــــــــــزل تـــــــــوري به ګل ګل شي

لمبـــــولي یـــــــــې د اوښـــــــکو په بـــــــــــــاران دي

 

 

له       «المزمل »          څخه