قـــــرآن کړی دی ذکــــــــــر پـــــــــــه وار وار د مــــــــحـــــــمد

شـــــــــــــیرین دی هــــــــــر عمل او هــــــــر ګفتار د مــــــحمد

 

دا ټـــــول انسانیـــت دي پـــــه دې  و ویـــاړي چي دوی کي

زېـــــــږون د مــــــــحـــــمد وکـــــــــړ بـــــــــادار د مـــــــــحـــــمد

 

دلــــــــوی خـــــــــــدای اطاعـــــت په اطــــاعت د محمد شي

انــــــــکار د خدای د دیــــــــــن دی په انـــــــــکار د مــــــــحمد

 

چـــــي ژوند دي راکــــړ خدایه !  دا توفـــیق هم راته راکړې

چي لار د ژونـــــدون پای کړمــــــــه پــــــــــر لار د مـــــــــــحمد

 

تــــــــــیارو د نـــــــــفرت ځـــــــــــای د مــــحبت رڼا ته ورکړی

چي مــــــځکي ته راکــــــښته شـــــــــو  انوار د مـــــــــحــــــمد

 

نـــــــــړۍ ته یـــــــــې وروســـــــتۍ د هـــدایت شرچینه راوړه

نــــــــــور خــــــــــــتم نبـــــــــوت شـــــــــولو  پــــــــه وار د محمد

 

دنـــــــــیا او مــــــــــــافیها کـي مـــــــي هم دغــــه فخر بس دی

سر لوړی   امــــــتي  چي یـــــــــم « خاکـــــــــیار» د مـــــــــــحمد

 

 

(له           « المزمل »            څخه)