بسم الله الرحمْن الرحیم
لیکنه:ابن الحسن عباسي
ژباړه:نورالباري افغانمل
لوی وګړی ، لوی ماشوم نه وي
پوهاند البرټ آئن سټائن (۱۹۵۵-۱۸۷۹) د شلمي صدۍ په سائنس کي ستر بدلون(انقلاب) را منځته کړ.مګر د هغه د ژوند پیل ډېر عادي وو. هغه د دریو کلونو تر عمر پوري خبري نه سوې کولای. هغه د یو عام پلار عام زوی وو. د نهه کلونو تر عمر پوري هغه بلکل عام ماشوم ښکارېدئ.د ښونځي او زدکړي په وخت کي هغه یو ځل له ښوونځي څخه هم خارج کړل سوی هم وو.ځکه چي د ده د ښوونکو دا فکر وو چي دی د خپلي ښوونیزي(تعلیمي) نا اهلۍ له امله پر نورو زدکوونکو هم بده اغېز ه کوي.خو تر دې وروسته هغه د هڅي په کولو تر دومره لوړتیا پوري ورسېدئ چي په اوس وخت کي به په مشکل بل سائنس پوه ور رسېدلی وي.تر دې وروسته د هغه شهرت مخ پر زیاتېدو سو.هغه به ډېری وخت تر نیمې شپې پوري په خپل کار بوخت وو. په ۱۹۳۳ کي هغه د هټلر المان پرېښود.د هټلر حکومت اعلان وکړ چي هر څوک که دآئن سټائن پرې کړی سر راوړي هغه ته به ۲۰ زره مارک انعام ورکړي.په هغه وخت کي دابېخي ډېري پیسې وې.خو د آئن سټائن لوړ والي دخلکو په زړونو کي دومره ټینګ ځای نیولی وو چي هیڅ چا ددې انعام د لاسته راوړلو جرأت نه سو کولای.
په تاریخ کي داسي ډېري بیلګي دا را ښیي چي د لوی وګړي د جوړېدو لپاره لوی ماشوم زېږېدل اړینه نه ده.د معمولي حېثیت څخه په پیل کولو سره انسان ستري بریاوي لاسته راوړلای سي.په دې شرط چي هغه د هڅي ټولي غوښتني پوره کړي ،هغه خلګ ډېر خوشبخته دي چي په ستونزمنو حالاتو کي د ژوند کول ثابت کړي .ځکه چي ستونزمن حالات کړنو ته حرکت ورکوي . ستونزي په انسان کي دننه پټ استعداتونه را بیداروي.
او دغه راز د ژوند غوره سبق تل په ستونزمنو حالاتو کي لاسته راځي.د لوړي کچي وګړی په هوساینه کي نه بلکه په ستونزو کي رامنځته کیږي .حقیقت دا دی د خدایﷻ په دې نړۍ کي د اسانتیاوو هیڅ حد نسته.دلته که یو چا ته د یوڅه کولو لپاره عادي پیل (آغاز) په لاس ورځي هغه باید ناهیلی نه سي .معمولي حالات د ژوند تر ټولو ټینګ (مظبوط) پوړ دی. د تاریخ ډېری ستري بریاوي په معمولي حالاتو کي رامنځته سوي دي.