ســــتا خــــــبري لکـــــه تــــاندي مـــــرغلري
وایــــه ډيــــري مـــي در بانـــدي مــرغلـــري
د وطـــــن د پـــــېغلو غــــاړي دي بــې هاره
تــــــــــر بڼو یــــې اوېــــزاندي مـــــرغلــــري
پر غــوټۍ شونډو دي ګل د خندا غواړم
د عــــا ګانــــي مــــــي ځـــــلاندي مـرغلري
لامـــــبوزنه تــــر سر تېر سه که یې غواړې
د څــــپو تر پـــــښو دي لاندي مــــــرغلري
څــــوک د لـــمر مـــــاڼو ساحـــل ته راوتلی
دریابــــونه څــــــپ څـــــپاندي مــــــرغـلري
په غـــربت کـي دي شـــاعــره غنا نغښتې
ستا سنـــــدري او ســتا ساندي مرغلري
پر ګودر د کـیمــــاګــــرو کاروان راغــی
شــــنې ویالې بــــه شي بهاندي مرغـلري