موږدوفادلاري هغه مینان یواشنا

دسرپه بیه دجانان کوڅې ته ځان رسوو

دبېلتانه ګرمي نونوره دزغملونه ده

غاړه غړۍ به دوصلت سایې ته ځان رسوو

خیردی که لاروي ترمنزله له ازغونه ډکه

په یبلوپښوبه دجانان دېرې ته ځان رسوو

ستادښایست ډېوه ونوروته رڼا ورکوي

موږپتنګان خوبس دعشق لمبې ته ځان رسوو

ملګرې! لمردوښمن ته ورکړه چي کمزوری نه سي

موږپه تیاره کي دسباشغلې ته ځان رسوو

هرات – افغانستان