یادونه :نوموړې وینادچمن په ښار کي د ټکور ادبي ټولنې لخوا د حسان بن ثابت رضی الله عنه په یاد غونډه او مشاعره کي ولوستل سوه.

ویناوال: محمدنعیم افغان

ان الحمدلله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذبالله من شرورانفسناومن سيئات اعمالنامن يهده الله فلامضل له ومن يضلل فلاهادی له ونشهدان لااله الاالله وحده لاشريک له ونشهدان محمداًعبده ورسوله .

داسلامي تاریخ زرینه غېږدداسي پیروانوله کارنامو،داستانونو،ویاړونو،پنځونواونوښتونوډکه ده چي بیان اومطالعه یې دهرلوستونکي دتعجب سمندردومره پراخ اوژوروي چي دهراړخ په لمبلویې څېړونکي اومحقیقین دانتهاساحل ته نه دي رسېدلي،هلته که دمېړنواوتوریالیواتلولي سته،نودپوهانوکمی هم پکي نه سته،هلته که څېړونکي اوهڅاندي څېرې موندل کيږي نوداختراع اونوښت ډګرهم تش نه دی پاته اوداسلامي تاریخ په پراخه غېږکي که دخالدبن ولید،مثنی بن حارثه،عبیده بن جراح،عمروبن العاص،محمدبن قاسم،صلاح الدین ایوبي،محمودغزنوي اواحمدشاه ابدالي په څېردجهادي ډګرننګیالي ترستوګوکيږي نودشعراوادب په میدان کي هم دحسان بن ثابت،عبدالله بن رواحه،قعقاع بن عمرو،لبیدالعامري،عامرالطفیل اوعمروبن معدي کَرَبْ رضی الله  عنهم په څېرظریف،باریک بین اوپنځونکي شاعران هم موندل کيږي خوحسان بن ثابت رضی الله عنه دنبوي دربارهغه شاعردی چي دخپل ذهني ځواک په مټ یې له یوې خوا تل په فرهنګي ډګرکي دوخت دغلیمانوتبلیغاتي یرغلونه پرشاتمبولي،هغوئ ته یې دشعرپه ژبه غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي اوله بلې خوایې درسول الله صلی الله دنېکمرغه رسالت،داسلام دمبین دین پرحقانیت اوداسلامي ټولني پرښېګڼوداسي ترانې زمزمه کړي چي دشعري فن له ټاکلواصولوسره سم یې دمعیارلوړه کچه خپله کړې،دهنراوتخیل په نړۍ کي یې شعري باریکۍ داسي ترکیب کړي چي داورېدونکواحساسات خوځوي،دخیال په ژبه یې دحقیقت په رمزونوپوهوي اوعادي حقائق په داسي بڼه ورته وړاندي کوي چي شاعرانه تخیل دواقعیت پرپخوبنسټونودروي  .

یوې بیلګي ته به یې غوږسو:

اللهُ أَكْـرَمَنـا بنصـرِ نـبـيـهِ *** بـونـا أقـامَ دعائـمَ الإسـلامِ

وَبِنـا أَعـزَّ نبيـَهُ وَكِـتَـابـَهُ *** وَأَعَـزَّنَـا بِالضَّـرْبِ والإقـدامِ

ژباړه : موږته الله دخپل نبي په مرسته عزت راکړ،موږداسلام ستني ودرولې،په موږیې خپل نبي اوکتاب قدرمن کړاوموږیې په ګوزاراوګام اوچتولوونازولو.

راځئ چي داسلامي ټولني دژوندپه هره څانګه کي خپل مخکښان اوسالاران وپېژنو،راځئ چي دپردیو دتقلیدپرځای په هرڅه کي دخپلوصالحواسلافوتګلاره اوطرزعمل دبصیرت په رڼاکي تعقیب کړو،هغوئ وپېژنو په کارنامواوسرښندنویې ځان خبرکړو،داسلامي ټولني هرفردته دخپل اسلامي اوملي تاریخ هغه نومیالي ورپه ګوته کړوچي دعلم اوپوهي په ټولوشعبوکي یې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي . زموږپه ټولنه کي ځيني هغه کسان چي اسلامي تاریخ یې نه دی لوستی اویادپردیوتراغېزلاندي سوي چي مسلمانان دادب اوهنرپه ډګرکي هیڅ نه لري که چاپه دې برخه کي کارکړی نوهم له غربي اویانوروپردیوټولنومتاثرسوي چي ښه بېلګه یې دنبوي درباپه وتلوګڼوادبي څېروکي دحسان بن ثابت رضی الله عنه ځلانده اوروښانه نوم دی که نبوي سېرت اواسلامي تاریخ مطالعه کړئ نوداسلامي دین له پیله هم داسلام مخالفوځواکونوپه فرهنګي ډګرکي پراسلامي ټولنه هم هغسي یرغلونه کول لکه په نظامي ډګرکي چي یې کول اومسلمانانوهم نه یوازي په دواړوډګرونوکي په کلکه دخپل ځان دفاع کړې بلکي په دواړومیدانونوکي یې پرغلیم داسي ګوزارونه کړي چي پروخت یې دهغه هره دسیسه شنډه کړې اوله خاوروسره خاوري کړې ده . داموږته راپرزړه کوي چي فرهنګي جهاد،علمي اوادبي هڅې هم دومره اهمیت لري لکه پوځي اوسیاسي کومه ټولنه چي په فرهنګي ،علمي اوادبي اعتبارترنوروشاته سوې هغه دله منځه تلوله قوي ګواښ سره مخ سوې ده .

دحسان بن ثابت رضی الله عنه په نوم جوړه سوې مشاعره په دې لاره کي یوپه زړه پوري ګام اودقدروړفرهنګي خدمت دی زماپه اندکه داسي مشاعري،غونډې،سمینارونه،ناستي اومجلسونه ډېرسي،دوام وکړي اوزموږعلمي،ادبي اوقلمي شخصیتونه ورته پام وکړي نوزموږددټولني پرذهني تنویر،فکري ودي،اسلامي ملي کولتورپرغوړېدا، دنویوذوقونوپرپنځولواوپه مجموع کي به دپردیوله خواپه بېلابېلونومونودپیل سوي فرهنګي یرغل پرمخنیوي هم ژوراغېزوکړي چاچي ددې مشاعرې دترسره کولوتابیانیولي اوپه دې لاره کي یې ګامونه اوچت کړي زه له یوې خواددې ښه نوښت مبارکي ورکوم اوله بلي خواهیله لرم چي داسي هڅې نوري هم پیاوړي ګړندۍ اوپراخي سي همدا راز له ټولوهغوملګروچي دداسي کارونودترسره کولوپه مثتبوپایلواوګټورواغېزوپوهېږي غوښتنه کوم چي دابهیرپه راتلونکي کي هم په ښه ډول بدرګه کړي،مرسته ورسره وکړي اودازریني هڅي پیکه کېدوته پرېنږدي په پای کي دعاکوم چي الله جل جلاله دي ټول مسلمانان دالله جل جلاله ددې ایت مصداق کړي :

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا(الاحزاب)

ژباړه : بې شکه په تاسوکي دهغه چالپاره چي دالله اودقیامت دورځې هیله لري اوالله ډېریادوي دالله رسول یوښه سمبول دی .

وآخردعواناان الحمدلله رب العلمین