د خيال په غره چې مي يو څوک لکه کوچۍ وخېژي
سوې نغمې مي د شپونکي زړه له شپېلۍ وخېژي
هــــــغه د قـــــــدر شـــــــپــه لا نه راځــــي چې تا راولي
سلګـــــــــونه ځله که لمر ولوېږي سپوږمۍ وخېژي
دا اوښکې نه دي. چې مي سترګې تر ګرېوان ونيسي
دا مــــــي له زړه څــــــــــخه اواز د بې وســـــــۍ وخېژي
ګرانې ! چې خيال ته راشې زړه مي نرۍ څړيکه وکړي
(( لمر په ملتان را ټيټ شي تاوو يې تر سيوۍ وخېژي ))
دا ګل د څـــــــــــانګې تــــــــــر وربله په اغــــزيو خېژي
چا وېل شبــــــــنم دى ؟ دا تڼاکې په غوټۍ وخـــــېژي
دلــــــــــته چې ما غواړي نصب يې تر لاهوره رسي
دلـــــته چې خـــــــــــير غواړي هــغه کابلۍ وخېژي
سقـــــيمه ! دوۍ وايي چې بــــــــيا يې غزل وويله
چې دي له خولـــې نه اسوېلى او يا سلګۍ وخېژي