نوی کال: محمدحنيف حيران


په ژوند مين یو عجيبه خلک یو
ژوند ته ورځو له مرګه تېښته کوو
د لا شعور کيسې به دغسې وي
خو حقيقت ته هيڅوک زير نه دي
اصل کې مونږ د ژوند برعکس روان يو
مرګ ته ورځو له ژونده تېښته کوو
د ژوند له قيد او بنده تېښته کوو
سږکال چې نوی کال رابره شولو
زما ملګرو هم مېلې وکړلې
په خوراکونو يې مزې وکړلې
په چکرونو يې مزې وکړلې
مبارکي ټولو يو بل ته ورکړه
د نوي کال خير يې وغوښتلو
د سر او مال خير يې وغوښتلو
ما هم دعاوې وکړې
خو خوشالي مې ځکه ونکړله
ځکه چې ما سره يو بل غم و
څه و د بل او څه مې خپل غم و
ما بيا تېر کال ژړلو
ما مې ماضي ژړله
او ما مې حال ژړلو
چې پکې څه مې ډېر و
بد او که ښه مې ډېر و
بل مې په دې هم خوشالي ونکړه
چې يو کال عمر مې نور هم کم شو.

۱۹ جنوري ۲۰۱۱ م کال ــ پکتيا، ګردېز