بیا مي وریت کړې د ســــــرو سترګــــــو په انګار

اوروې دزړه پر ښــــــــار د غـــــــم بـــــــمـــــــــــــــــبار

 

پیــــغلي هیلي سوې شهـــــیدي خدایه خیر کړې

امــــــــیدونه ســــــــــوه زخمـــــــــي لـــــــکه کوکنار

 

پــــــــر نازک زړه پـــــــــه اغـــــــزنه لـښته وار کړې

کـــــــــوم نا ترســـــــه در ښــــــــوولــــــــی دغه کار؟

 

مـــــــــروري اوښـــــــــکي ســـــــــــولې مــــــهاجري

د لـــــــــېمو تــــــــــر سرحــــــــد اوړي وار پـــــــه وار

 

زلـــــــــــزله چــــــــي مـــــــي د تن پــــــر ماڼۍ راسي

نــــــــــــــــړوي د انــــــــدېـــــــــښـــنو هــــــــغــــه مــنار

 

لـــــــکه پاڼـــــــــه چــــــــــي لړزیـــــږي زړه مي ریږدي

انـــــــــدېــــــــښــــــــنې دي مـــــــــروري ورکــــــــــه لار

 

شـــــوخ بـــــــــاڼه دي ، دي ارې پــــــــه رېــــــبې زړونه

تــــــــــــوري زلفــــــــــــي دي زړونــــــــه کــــــړي افګار

 

دوه لــــــــــــېمـــــــه دي دوه مــــــــــــجمره د سکروټو

پـــــــــر کباب کـــــــــــړې د مــــــین زړه پـــــــــه بار بار

 

د ســـــــــرو شــــــــونډو و غـــــوټۍ ته دي بورا سوم

ستــــــــا  دمــــــــــــخ تر ګل ګلاپ دي ســــــــمه جــــــار

 

هـــــــــغه دم مـــــــــــي ســــــــــــد له ســـــــره څخه ووزي

چـــــــــي شــــــــــم ګډ ســــــــــتا د ښـــــائست په لاله زار

 

مـــــــدني  دي درتــــــــه دود او ســــــــــــپېلـــــــنی سي

لا پـــــــــر زړه مــــــــــــــي د نــــــــاوک پـــــــــــــاته دی وار