تــــوره تُـــوره ،تـــورمي آس په خوب کي ولید

دځان مرګ مي په خپل لاس په خوب کي ولید

 

دمـــــــــنـــــبراودآذان مـُـــــــلاشــــــهـــــــیدوي

په مــسجدکي مي خناس په خوب کي ولید

 

چـــــي وحئ عـــــلی الجهادته یــــــــې بللـــــو

دهغوی مي مړ احساس په خـــوب کي ولید

 

پــــښتانه  دکــــــربلاپرمیدان ناســــــــت وي

ترې چاپیره مي وسواس په خوب کي ولید

 

خپل هیواد،خپلي کوڅې اوخپل ملت وي

خـــــــوپاچامي ناشناس په خـــوب کي ولید

 

 

ډېــــــــرسرونه یې په داروي ځــــــــړولـــــــي

دافغان سرمي هم پاس په خوب کي ولید