په بندکانټېنرکي /لنډه کیسه
لیکوال: عبرت افغان
غرغړه یې ترخوله ووتله، سرمي له ځنګون څخه راپورته کړ،شاوخواځوانانوته مي وکتل دکانټېنرپر دېوالنوخولې رامتي ولې دومره ډېري خولې چي ځینوځوانانودکنټینرپر سره کړو دېوالنو نازکي ژبې ایښولې غوښتل يې ځان اوبه کړي سترګي مي دهغه ځوان په لوري ور واړولې دچاترخوله چي کوکاري ختلې . دکانټیرپرفرش يې په زوره زوره سرووهای ماته یې وکتل ترسترګويې اوښکي راوبهیدلې اوداغوښتنه يې کول (دالله په خاطریوغړف اوبه راکړه چی له تندي مړشوم )
سرمي بیرته پرځنګانه کښېښود ساه مي رالنډه شوه لکه یوچاچي ترستونې نیولی یم ښه مي نفس تنګ شو ځان مي جوړکړچي راشه یوځل خوښه په زوره وژاړه ګوندي یوڅه دي زړه تش شي خوغیرت راته ودرېدی اوله ځان سره مي وویل:(دژونداخیري شېبې دي لږصبروکړه لکه چي دځنکدن مرحله دي ده ځنکدن څه اسانه خبره نه ده ) په همدافکرونه کي وم چي اوس به عزرائيل ساه راڅخه واخي دکانټینرپه دننه کي ږوږ جوړشو داځل دومره په زوره بغاري دي چي هیڅ مي ځان په قابوکي نه کړ سترګي مي واړولې هغه کس په زوره زوره چیغي وهي شاخواملګروته مي وکتل ټول ورته په رډوسترګوګوري هیڅوک څه نه وایي په ماکي دپورته کېدولو توان نه وو خوهمت مي وکړ په ډېره ناتواني سره ورولاړشوم دولاړي سره جوخت مي تندیکونه وخوړل سررابندي وڅرخېدی مګرهمت مي له لاسه ورنه کړ
په ژړغوني آوازمي وویل :مه ژاړه مه ژاړه.... ده لا نوره کومه سره وکښل داځل یې نوښه دزړه دخلاسه بوغاري کړلې ... زماغصه یې نوره راوپارول مخامخ ورته ودرېدم توري غټي سترګي یې له تکوسرووینوټکي شوي ولې اوداوښکوپواري تري رواني ولې نازک شونډان یې قلم قلم پرې شوي وله لاسونه مي ور وږده کړه اودلاسوچمبې مي دهغه په تورو څوڼوکي بندي کړې ،تکان مي ورکړه ورته مي وویل : بس کړه بس کړه په زوره مه ژاړه له کانټینرسره ددوستمیانوترڅنګه امریکایان کافران ولاړ دي هغوی به وایې : چي مسلمانان څومره بې غیرته دي ده په داسي حال کي چي زه یې تربارخوګانونیولی وم او رډ، رډ یې راته کتل لاسونه خوشي کړل اوپه غاړه کي یې راواچول پرمخ یې مچ کړم له خولې یې راووتل:
اشهدان لااله الالله واشهدان محمدرسول الله
سریې زماپروږه راکښېښواوله دې فاني اوبې وفانړۍ سره یې دابدلپاره مخه ښه وکړل
انالله واناالیه راجعون