دبام پروته یې پلمه سوه/نفسیاتي مسائل
ژباړن : عبرت افغان
پوښتنه : دڅواونیومخکي خبره ده،وړوکی وروربه مي پربام یوازي ویده کېدی ،سهارله بامه راکوز نه سو،له موږسره اندېښنه سوه چي کله ورغلوپربامه ولمرته بې هوښه پروت ؤ ،مشرورورمي په غیږکي راپورته کړاوخوني ته یې راوړی دهغې ورځي راپه دې خوایې خبري پرېښي دي چي کله یوه پوښتنه ورڅخه وکړو جواب د لاس په اشاره سره راکوي ،په یوازیتوب کي له ځان سره ږغیږي زماورسره دپخوانه ټینګه انډاوالي هم وه ماته یې پټ وویل : ((دشپې مي په ویښه لویه بلاولیدل، پخواني سپین کالي یې اغوستي وه اولماسره یې خبري وکړې ))
دایې راته ونه ویل چي څه ډول خبري یې راسره وکړې کشری ورورمي اوس دخوراک ،څښاک په غم کي هم نه دی موږتر لري پرتوځاینوپوري یو وړی خوکومه ګټه یې ورته ونه رسېدل آیاپربام ویده کېدل ناسم دي ؟ کنه له دې نه مخکي خودی رک روغ وو.
ځواب:پربام ویده کېدل یې یوه پلمه سوه ،په حقیقت کي داسي ښکاري چي وروردي دذهني ناروغۍ ښکارسوی دی،کله ناکله دغه ناروغي ناپامه پریوکس برېدکوي ،ددې ناروغۍ ځني نښي داډول وي چي په لیدولویې څوک فکرکوي چي دابه دپیري اثروي مٍثلا: ۱- دڅښاک اوخوراک په کیسه کي نه کېدل۲-له ځان سره داسي خبري کول لکه دبل چاسره چي ګډوي ۳ - دخلکوڅخه ګوښتوب اختیار ول ۴ - پټه خوله کښېنستل یاچغي وهل . داهغه څه دي ،چي یوکس ته دذهني ناروغۍ په ورپېښېدو دلالت کوي ،اوداسي برېښي چي دنوموړي کس په دماغ کي داندېښنې وړبدلون راغلی دی ،نوناروغۍ ته یې خاصه پام لرنه پکارده
په سخته ذهني ناروغۍ کي چاته داسي شیان ترسترګوکیږي چي هغه په حقیقت کي کوم شتون نه لري اوهغه کس یې یوازي احساسوي اوداهم اړینه نه ده چي دغه ذهني ناروغي له پیدایښت څخه ده یاله ماشومتوب څخه بلکه ځني وختونه دځوانۍ پرمهال دچاپه دماغ کي ګړبړ ورپیداکړي خوترټولودپام وړاوښه خبره لا داده چي داډول ناروغي ددرملني وړده .