داخلاقـــــوپسـرلي دي لکـــــه ګل خويــــونـــــه راوړل
تاوبــــــڼ ددې نړۍ تــــــه څــه سنبل خويونه راوړل
تـرې زريني وړانګـــــي اوري ستاهــرکارد رُڼا څلی
تاپــــــه توروتياريکوکــــــي ځل اوبل خويونــه راوړل
تاپه زړه کي دظلمونوسپينکی توغ دعـــدل جک کړ
دادي څومره ښـــــه سپېـــڅلي اواتل خويونــــه راوړل
تالمبې دنِـــــفاق مــــړې کړي داخوت په باران باندي
تاعجيب اوپـــــه زړه پـوري زړه تسل خويونه راوړل
شاهنشايـــــې تــــــه دامن ای ددرست جهان رحمـته
تادعلم،حِلم، عفوي څـــــه مشل خويـــونـــــه راوړل
تـــه دستروکـــمالاتوخزانــــــه يې پاک رسولـــــه!
ماعاجـــــز اواب دي دلــــــته ډېر اقل خويـونه راوړل