ژباړه : مل
د ښونځي ښوونکي ته ښایي بل پر هیڅ شي دومره درد نه ورځي لکه په ټولګي کې چې یو زده کوونکی ژاولي ژویي.
خو د المان په یوه ښونځي کې د زده کونکو د ښوونيزې او زدکړيزې پياوړتیا لپاره هغوئ ژاولو ژوولو هڅول او اړ ايستل کېږي .
په ښونځي کې د ماشومانو د زدکړيزې وړتيا د ډېرښت په خاطر د ژاولو ژوولو دا تجربه د یوې پروژې په توګه شروع شوې ده .نوموړی ښونځی د المان په (باویریا) ولایت کې دی او ددې ولایت د پوهنې رئيس (وولف ګانګ ایلیګاسټ) وایي چې ژاولي د ماشومانو د روغتیا لپاره ډېرې ګټورې دي او ددې سره سره دهغوئ په ذهني وړتیاؤ کې هم د ډېروالی لامل ګرځي .
دغه راز د «فوکن شوانډ» ښوونځي سر ښوونکی «هانس ډاش» وایی چې پر ماشومانو هیڅ ډول زور نه اچول کېږي چې هغوئ دې ته اړ باسي چې ژاولي و ژويي. خو په دې کې هڅ شک نشته چې ژاولي د ماشوم د بیداره ساتلو تر څنګ هغه له خواشینۍ څخه هم ژغوري .په تېره بیا د تحریري ازموینو په وخت کې.
د نوموړي ښوونځي د ډېری زده کونکو عمرونه له ۶ څخه تر ۱۰ کلونو پورې دي ځکه نو په ټولګي کې د ژاولو څخه د را منځته کېدنکو ستونزو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
ماشومانو ته په وار، وار ویل کېږي چې د ژوول شویو ژاولو له بېځایه غورځولو او یا پر دېوالونو باندې له نښلولو څخه ډډه وکړي.
د نوموړي ښوونځي سرښوونکی هانس ډاش زیاتوي چې د ژاولو څخه تر اوسه پورې هېڅ ډول ستونزه نه ده را منځته شوې هېڅ ماشوم د ښونځي د مقرراتو څخه سر غړونه نه کوي. هغه زیاته کړه چې دی پخپله او د ښوونځي نور ښوونکي هم تل ژاولي ژویي.