دامـــي له سترګو سه دلبر پــــــناه سو؟
کـه له دې پوري غره نه لمر پـــــناه سو؟

تــــپه تياره مــــي سوه خوره پر سترګو
داســـي ښکاريږي چــــي سهر پناه سو

وچ او خــــزان مــي سو ګلبڼ د زړګــــي
چـــــي تـــــرې د وصل سمــندر پناه سو

مـــا چي کړ مـــات هغه بت بيا رغيږي
زما په خــــيال زوي د ازر پـــــــناه ســو

داچي غليم د پرې ولــکه اخيـــــستې
د دې کابــل غــــــــازي اکـــبر پــــناه سو

بـــــــــس ژاړه ژاړه اې اوابــــــــــــــه ژاړه
جي دي خپل يار شمس او قمر پناه سو


اواب