هــــــره ورځ نـــــــوي پلـــــــمې کــــــوي غــــــمونــــــه
پرماراسي ډيري شــــــــــپې کـــــــوي غـــــــمونــــــه
سپوږمـــۍځان په سپینوستوروسینګارکړی
دعـــــــاشـــــــق زړه کــــــــي لــــــــــبمې کوي غمونه
لمـــــــــرزرینـــــــــي وړانګــــــــي پاشي پرګلــــونو
پرشبنم سختي حــملې کــــــــــوي غــــــــمونـــــــــه
و«پایل» تـــــه دي شـــــرنک ورکړه غنمرنګي!
په اتڼ کـــــــــــي ښایــــــــــستې کوي غــــــــــــمونه
ســـــــــزاوارسوم دســــــــروشونډوپه چیـــــــچلو
څـــــــــــه وړې وړې بــــــــــانې کـــــــــوي غمونــــــــه
زه افـــــــــــغان لـــــــــه میني ولــــــــي منکـرنه سم؟
چـــــــي بدرنګـــــــــه فیصــــــــــــلې کـــــــوي غمونه