جانانــــه !زماپرلوري وکــــړه یـــونــــظردمیــــني

کــــه مي پـــه زړه کي راژوندی سوپټ اثردمیني

 

 

پـه دواړووجوړبه حکومت کړودښکلابازارکي

تـه یې پــــه حسن کــــي باچازه دي نوکــــردمیني

 

 

رقیب تـه ووایه چي ژردجنګ میدان معلوم کړه

تــــوره راواخلـه مه وېرېــــږه زه دي سپــــردمیني

 

 

ژړیــــه ! لمره تــــه دکوموغرووشاتـه پټ سوې؟

څومره پـه بیــــړه کي ووښکلي ماځیکـــردمیني

 

 

اوښ دعشق تږۍ سواوبـــه ورته دکومه راوړم؟

ملګرې نوربــــه هوسا ونــــــه کــــــړې سفردمیني