نن دي لــــه اوښکــــوډکـــــومه سترګـي

بـیادي لــــــه نازه  ښکلـــــومـه سترګـــي

 

پـــرسورکــــــوشونــډودي مسکاراولم

بل دي پــــــه سترګوتخـــــنومه سترګي

 

لکــــــه ګناه چــي راپــــــه زړه سې کلـــــه

لــــــه ډېـــــــره شرمــــه پــټومه سترګــــي

 

زمادجانان دتصویـــررنګ پکښې دی

پــــرګل ګلاب چي رغــــړومــــه سترګي

 

داســــــتایادونــــــــه راسره وي همــېش

لکــــــــه رانجه پـــــــرې تـــورمه سترګي

 

 

د«افـــغان »خوښي نرګسي سترګي دي

بېـــــګادي غبرګي غلاکــــومه سترګي

 

کوټه: ۲۰۱۰/۱۱/۲۹