د تورو سره سره ځیني نښي هم سته چي په سمو لوستلو کي له لوستونکو سره مرسته کوي دغه نښي ډیري زیاتي ارزښتناکه دي ، ځکه چي سړی په لوستلو کي له تېروتني څخه ژغوري او په سمو لوستلو کي اسانتیا پېښوي . په لیکنه کي ددغو نښو په مرسته لوستونکی کولای سي چي په لوستنه کي په دې پوه سي چي په کوم ځای کي باید تم سي ،سا واخلي او یا کومه کلمه په بلي پوري وتړي .
په لیکنه کي د ګڼو کېفیتونو ،لکه :حېرانتیا،پوښتني،خطاب،تمسخیر یا ملنډو وهلو ندا او داسي نورو څرګندونه د همدغو نښو په راوړولو سره کیږي .
۱-(،)
۲-(.)
۳-(:)
۴-(ـ)
۵-(؟)
۶-(!)
۷-( )
۸-(...)
له دې امله دلته په لنډه توګه هغه نښي له بېلګوسره راوړو چي ډیري ضروري دي.
(،) کامه : دا نښه موږ ته راښیي چي یوه وړه یا نیمګړې جمله له بلي سره اړیکه لري او په لوستلو کي یې باید ډېر لږ ځنډ وسي.
لکه :
څه چي کړې ،هغه به رېبې.
څه چي دي راکړل،بیرته مي درکړل .
په یو جملې کي د څو پرله پسې نومونو د بېلوني لپاره هم راځي . لکه:
د افغانستان مشهوري مېوې انګور، انار، بادام، خټکي، مڼې، جلغوزې او نوري دي
۲-( .)ټکی یا نقطه : دا نښه د یوې بشپړي جملې په پای کي ایښودل کیږي او د خبري د تمامښت نښه ده .لکه:کابل د افغانستان پلازمینه ده . زما ورور حمید نومیږي .
۳-(:) دوه سر په سر ټک یا شارحه :دا نښه د هغي جملې یا کلمې په اخر کي راځي چي شرح او تفصیل ورپسي وي .لکه :
هر څوک چي په لاندي لارښوونو عمل وکړي،نه ناروغه کیږي :
۱-د شپې له خوا د وخته ویده کېدل
۲-لږ ډوډۍ خوړل
۳-سهار دوخته را پاڅېدل
همدا رنګه د چا د وینا د راخستلو په وخت کي د هغه له نامه نه مخکي او هم له راخستل سوي وینا نه مخکي دغه نښه ایښودل کیږي لکه :
رسول اکرم (ص)فرمایلي دي ((...زه تاسي ته ونه وایم چي دوزخي څوک دی؟واورئ! هر کبرجن،بدخویه،او بخیل دوزخي دی .))
۴-(-)بېلنۍ یا ډش : دغه نښه څو ځایه او په دې ډول کارول کیږي:
د معترضه یا څنګیزو جملو د ښودلو لپاره،لکه:
هغه ورځ- بیا دي یې خدای (ج)نه راولي –پرماڅومره وغمېده چي پلار مي سخت ناروغ سو.
۲- په کوم داستان یا ډرامه کي چي د ودوو کسو تر منځ خبري اتري وي نو د هر یوه خبره په هم دغه نښه پیلیږي،لکه احمد محمود ته وویل:
-ایا ته به اجمل ووینې؟
- هو! که وخت مي پیدا کړ .
- او که وخت دي پیدا نه کړ؟
- بیا به تا هرو مرو خبر کړم .
۳- د اعدادو، ارقامو او نېټو د ښودلو لپاره هم لیکل کیږي،لکه :
د حمل له ۱۴-۲۰ پوري او یا دا چي د(۱۹۳۹ - ۱۹۴۵ ) کلونو تر منځ په نړیواله جګړه کي په میلیونونو انسانان و وژل سول .
۵-(؟) پوښتنیزه نښه یا سوالیه : دا نښه د پوښتنیزو جملو په پای کي راځي لکه :
سید جمال الدین افغان چیرته وفات سوی و؟
۶-(!)د حیرانتیا یا ندا نښه : د انښه په لاندي ځایونو کي کارول کيږي :
۱- دخطاب لپاره،لکه : ښاغلو! وروڼو ! زده کړه کړئ! ،وخت خوشي مه تېروئ!
۲- له ندا او غږ کولو نه وروسته ، لکه : یا خدایه ! دا څه حال دی؟
۳- د امر کولو پر وخت لکه : چوپ سه!
۴- د هیلي څرګندوني پر وخت لکه : کاشکي! زه هم درسره وای .
۵- دحېرانتیا پر وخت لکه : توبه ،توبه،دومره ټګي!
۶-دستایني او افرین پر وخت،لکه :افرین ستا په مېړانه!
۷-د افسوس او ارمان پر وخت،لکه :درېغه !درېغه! ، ارمان! ارمان! چي ما هم زدکړه کړې وای .
۸- د خو ښۍ پر وخت ،لکه :واه! واه!
۷-( ) وړې لېندۍ : د دغو لېندیو تر منځ هغه تو ضېح یا متعرضه جمله راځي چي ډېره مهمه نه وي او حذفول یې جملې ته څه زیان نه رسوي،لکه : رحمان بابا(خدای دي یې وبخښي)د پښتو ژبي نومیالی شاعر و. دلته (خدای دي یې وبخښي)معترضه جمله ده که حذف سي جملې ته څه زیان نه رسوي .
خاص نومونه ،عددونه او خارجي کلمې هم د دغي نښي تر منځ لیکل کیږي،
لکه : زما ملګری (احمد) چي راغی،نو ویې ویل :ستاورور له مانه (۱۰)کتابونه وړي دي .
۸- ( . . .)څنګ پر څنګ ټکي :د حذف یا تېرېدني نښه،کله چي د یو نوم یا یوې جملې څرګندېدل لازم نه وي یا یې لنډون لازم وي هغه وخت پرله پسې درې ټکي ایښودل کیږي،لکه : هغه به ویل چي زه نه غواړم په دې اړه زیاتي خبري وکړم،خو بیا به یې هم پسي اوږده کړه : . . . دغه راز د دې موضوع بل اړخ دا دی چي په ښه روزنه کي د ښونکي تر څنګه د مور او پلار پاملرنه هم ډېره ضروري ده . . . ښونکی هم دمور او پلار درجه لري . . . .
د حذف د ټکو لپاره څه ټاکلی شمېر نسته ،خو عام نظر دا دی چي دغه ټکي دي لږ تر لږه درې او زیات نه زیات پنځه ولیکل سي .