د دې  دنګ غره په لمن کي

چي دا څو کورونه ښکاري

بس هم دغه زموږ کلی

دلته زموږ دي استوګني

په کي زموږ خپلوان اوسیږي

خو

د دې کلي په پای کي

د ازغو کوډل ولاړه

په کي زه اوسم اشنایه

ښایي تاته بده ښکاري

خو

پر ما د ډېره ګرانه

نور نو ستا خوښه جانانه!

په کي اوسې

او که نه