دغـــه غــــرونــــه پښتانه دي ګړنګونـــه پښتــــانـــــه دي

په کي مړبه شې غلیمه! دادښتـــونــــه پښتــــانــــــه دي

 

دغه سمڅـــې،دغـــــه پرښې،داپېچومي،دغه کرښـــې

دښمنـــان پکـــي ګیرېـــږي،مورچلونــه پښتـــانـــــه دي

دغه ګارې،دغـــه کـــــاڼـــې،داګـــورګــــري،داممـاڼـــې

ســرې ګولـــۍ دي اوروي یې ،سنګرونـــه پښتــانه دي

داویـــالــــې،دغـــه باغونـــه،داجـــوې،دغــه تاکـــونــــه

ټوله لوېشت پرلوېشت خزې دي کمینونه پښتانــه دي

دلته شپه اوورځ جهادوي دښمـــن مـــړوي اوبـربادوي

داخـــړګـــي خـــــړګي کورونه دېوالونـــه پښتـــانــــه دي

داوګړي دي ښاغلي دي،په مټوکـــي ډېـــرغښتلـــــــــي

غـــلیمــــان یې پرځولي کلک پــــوځونــــه پښتانــه دي

داهــــوارې،میـــــدانــــونـــه،ډګـــرونـــــه اوډاګـــــونــــــه

دغه ستادپلارهدیـــرې دي میــــوندونـــــه پښتـانه دي

ستـــادکلــــي محفلوکي کلیســــاوواوکــــوروکـــــــــــي

چــــي یـــــادېـــږي زړوردي کــــونــــړونـــــه پښتــــانه دي

چي یې زړونه ترې لړزان دي په لندن کي انګرېزان دي

دادمســـت هلمنــدځوانان دي لوی پاجونه پښتانه دي

ترې وهي چي سرې کوکارې کاناډاکي لویي بغـــــارې

دازمـــادکنـــدهـــــار،کندهـــاري وروڼه پښتانــــــــه دي

زمـــوږخلــــک شملــــوردي،ږیــــروردي،برېتــــــوردي

ورته ټینګ شه سورانګرېزه! ټبـــرونــــه پښتــــانــه دي

 دلتـــــه درس دآزادۍ دی هرسبـــق دخپلــــواکـــــۍ دی

کتــــابونــــه پښتانـــــه دي سبقونـــــه پښتـــــانـــــــــه دي

موږدیوه خدای بندګي کړودبنده بندګـــي نــــه کــــــــړو

مسجدونـــه پښتـــانـــــه دي محــرابونــــه پښتانــــه دي

په لاسوکي یې برېښنــــاوې پــــه بڼــــوکــي یې رڼــــاوې

دغه ستوري پښتانـــه دي اولمـــرونــــه پښتــــانــــه دي

د«اوّاب »قلـــم نڅاکړي شعرلیکلــــوکــــي ګــــډاکـــړي

دېوانونـــه پښتــــانــــــه دي اوشعرونـــــــه پښتانــــه دي