مسواک که بُرس،کوم یو غوره دی؟

 ژباړه :نورالباري افغانمل

د بُرس پر ځای د مسواک کارول د غاښونو لپاره ډېر ګټور دي .د بُرس په بیا، بیا کارولو سره په دې کي مِقروبونه را غونډيږي او څو ورځي ورسته د غاښونو لپاره  ضرر رسونکی کیږي.

خو د مسواک ریښې توږل کیږي ځکه په دې کي مِقروبونه  نه سي را غونډېدلای .په نوؤ څېړونو کي هم د بُرس پر ځای د مسواک ګټي ډیري موندل  سوي دي:

۱:په مسواک کي مِقروب وژونکې ماده شتون لري چي د مِقربونو په وړاندي جنګ کوي .په غاښونو کي شته يوڅومِقروبونه یوازي په مسواک کولو سره له منځه ځي.

۲:د حضرت علي ‌‌رض  په وینا مسواک کول دماغ تېزوي. نوؤ څېړونو هم دا ثابته کړې ده چي په مسواک کي فاسفورس شتون لري چي د غاښونو غذا هم ده او دماغ هم تېزوي .د (بیري) په مسواک کي فاسفورس تر ټولوزیات دي.

۳:په مسواک کي شته  رس چي یو څه تریخ هم دی د ستوني د ناروغیو څخه مخنیوی کوي

۴:ډېری خلک د خولې له بد بوی څخه سر ټکوي په مسواک کي شته ماده دغه بد بوی لري کوي.

۵:د مسواک همېشنی استعمال انسان له دایمي  نزلې او زکام څخه ژغوري.

۶:د مسواک په کارولو سره د خولې د پوستکي او  ورۍ مسئلې هم هواريږي. د مسواک د لا ګټور کولو لپاره دا باید هر ه ورځ کلک پرېول سي.

نوؤ څېړنو دا هم ثابته کړې ده چي بُرس له یو وار کارولو وروسته د هغه په لاندینۍ برخه کي بې شمېره مِقروبونه ځای نیسي چي هغه په هیڅ ډول هم نه پاکیږي .هغه بُرس که د هر څومره لوړ معیار او لوړي بیي لرونکی وي دغه راز د برس همېشنی استعمال د غاښونو بريښ(چمک) له منځه وړي او بله لا دا چي د بُرس کارول د غاښونو په منځ کي د لیري والي لامل هم جوړیږي.