پـــــه والله یـــــم ستــــــړی ستـــــــړی غـــــېږه راکړه
یــــــــو ارمــــــــــــان یمــــــــه نیمګړی غـــېږه راکړه
پښــــــــــتو زړه وم لکه غر ،خـــــــــو نــــــن جانانه!
د فـــــراق سنــدو یــــــم وړی غېـــــــــــــــږه راکـــــړه
ستـــــــا په غېږه کي خو خوب په لوړ قیمت دی
مــــــــــــګر زه مسکین وګــــــــــړی غېږه راکــــــــړه
تـــــــــــه دوا یــــــې،ته ملــــــــهم یې،ته شفـــا یې
زه د زخـــــــــــم ډلــــــــــي غړی غېــــــــــــــــږه راکړه
پرون راغلــــــم ستا درشل ته ماف دی نه کړم
نن مــــــــــي بـــــــــیا په غاړه پړی غــــــېږه راکړه
په ډیـــــــــــــرو کنډ کپرو کــــــــــــي تر تا پوري
اوّاب ډېر مــــــــــزل دی کړی غــــــــــــــېږه راکړه