شــــپه ده ســـــتا یادونه دي ،ګلــــونه دي

چـــا ویل چــــي غـمــونه دي؟،ګلــــونه دي

 

ســــتا له زلـــفو پرېوتــل بـــې ابــــه سـول

مــــړاوي زمــوږ زړونه دي، ګلــــونه دي

 

 روح د پســـــــرلـــــــــیو دی زمـــــا په واک

لاس کـي مــــــي لاسونه دي،ګلــــــونه دي

 

رنګ د پېغلتوب دي سو پر شونډو خور

غـــیږ په غــــېږ اورونــه دي ،ګلـــــونه دي

 

ستـــا د خـــــولې خـــــبري دي سنـــدري دي

ستـــا د خـــــولې لفظـــونه دي ،ګلـــونه دي

 

دارنــــــه دی ســــور ښـــاخ  د ګلغټیو دی

ځـــــوړند پرې سرونـــــه دي،ګــــلونه دي

 

منـځ کي یــــــــې توپير (جــــلاله) مــــه کوه

ښکلـــــي بــــس ګلــــونه دي ،ګلــــونه دي