دهــــــــجر شــــــپه ده!   د زړه پر ښـــــاره
مخ را ښـــکاره کړه لــــــــــمر مخې ياره

د روح غــــــــــذاء مي تاتــــه کتـــل دي
پر مړه حســاب يم ســــــــتا بې ديداره

ســـتا دخندا دي ورېښمين ﻻسونـــه
پـــــه را درمـــــــل کړه يو څو پــــــرهاره

عجــب کــمال کـــــړي دغه پـــی مخي
ميـــنان وريت کــــــــړي بې له انګاره

قســــم په خداي دی په نوم د سولې
ناټـــــــو بر باد کـــــــړې زما کندهاره