کلـــــــــــه تر مخ کلــــــه تر شا راســــره ولاړه ســــایه
دیار دیدن ته بــــه په غلا را ســــره ولاړه ســـــایه
دښمنان راغله ټـول په ګډه موږ یــــوازي ورتلـــو
دجنــــګ تر ځایــــه به تنهــــا راسره ولاړه ســایـه
چي د ګرمۍ په ورځ پیدا سوه د وریځي په نوم
دغه پر سر دمور دعــــا راســــر ه ولاړه ســـــایـــه
د توري شپې انډیوالي هر څــــوک کولای نسي
ځــــــکه یوازي تـــــــر روڼا راســــــره ولاړه سـایه
دا اعــــتبار دی د ملګروتر منځ وه یې ګـــــوره
تل به (احمدفانی) جــلا راســــره ولاړه ســـــایه
د احمد فاني صیب له شعري ټولګي (زړه په لاس کي) څخه