د یار  دیار ته ځم چي صــــبر ســــــمه

لمر مخي یار ته ځــــم چي صبر سمه

 

سترګي مي تږي دي د ښکلـــو د ديد

د ښکلـــو ښار ته ځــم چي صبر سـمه

 

دلته پر هر پرهر زخمي زخمي ســـوم

خپل کندهار ته ځم چـــي صبر ســـمه

 

چي پکي اوښکـي وي د سرو پـه بیه

داسي بازار ته ځــــم چي صـــبر ســـمه

 

چـي یې حـــالونه د جــــانان راکــــــول

هغه رویبار ته ځـم چي صـــــبر ســـــمه

 

کـه افغـــانمل نه وو بیــــا دا مــــه وایه

زه یې مزار ته ځــم چي صـــــبر ســـــــمه