يوخيال لکه قاصد چي ستاله لوري راښکاره سي
د فــــــکر پرکاغـــــذ دغزل توري راښـــــــکاره سي
دهجــــــرتوره شپه به دي رســـــيږي وسهــــــــار ته
لمرين جانان چي کله په غره پُوري راښکاره سي
په رنګ خــــــو دواړه توري بلاګانــــي دي جانانه
خو کله دي ترزُلفو ســـترګي توري راښـکاره سي
دزړه له کوره اوښکـــــې لکـــه پيغـلي ســـترناکي
دســـترګو تر دربند وتاته ګوري راښــــــکاره سي
ته لمر غوندي نهام ســـې خو جانانه ســـتا يادونه
دزړه پرشنه اسمان مي لکه ستوري راښکاره سي
دفـــــکرپه بڼه خوهـــــره شــــــپه راځــــــي( ازاد) ته
وهـــمونه د رقيب هم لکه سيوري راښــــکاره سي