عشق زمـــادزړه لمـبه وه، میــنه نــــه وه
یوه ناترسه حادثــــه وه ،میــــــنه نــــه وه
چي مي واړه جنـــتونــــه ترې قربان کړه
له دوزخه سره لــــــمبه وه، مینه نــــه وه
دزوی مـــــــړي مورپــه څېربه مي ژړله
دنازک زوی جــــــنازه وه ،مینه نـــــه وه
بدرنګي یې دښکلاپـــه جام کي راکړه
څه بې خونده یې مـــزه وه ،مینه نه وي
پښتنې پرېشتې څه له یې خوشاله؟
مینتوب یـــــوه خاطره وه، میـنه نـه وه
دسپوږمۍ له سترګوستوري څڅېدله
ټک له راز اونیاز نه شپه وه،مینه نه وه
بې صبري چي ګــوره ونه کړې زړګیه
دافغان طالــــــــع ویده وه ،مینه نه وه
08.11.2010
- نورالباري مل
ستوري به سترګګ وهـي څراغ به سرې لمبې کـــوي
ژونــــده ! انــتظار مي درنګــونــــو ډکــي شپې کوي
کاڼــــي پـــــرې داوښکــــو ابابــیل دســترګــو اوروي
ګبردغمـــــوچـــــي پــرکعــــبه دزړه حـــــملـــــې کــــوي
زموږتاتمول پټ زړه کـي وي خوښکلي بیابلاکــوي
خلکوتــــه اوربل بانـــــدي اظهاردانـــــدېښنې کـوي
ای دسولي سینده !په خاطر دخدای...
09.11.2010
- نورالباري مل
يوخيال لکه قاصد چي ستاله لوري راښکاره سي د فــــــکر پرکاغـــــذ دغزل توري راښـــــــکاره سي
دهجــــــرتوره شپه به دي رســـــيږي وسهــــــــار ته لمرين جانان چي کله په غره پُوري راښکاره سي په رنګ خــــــو دواړه توري بلاګانــــي دي جانانه خو کله دي ترزُلفو ســـترګي توري راښـکاره سي دزړه له کوره اوښکـــــې لکـــه پيغـلي ســـترناکي دســـترګو تر دربند وتاته ګوري راښــــــکاره سي...