ستوري به سترګګ وهـي څراغ به سرې لمبې کـــوي

ژونــــده ! انــتظار مي درنګــونــــو ډکــي شپې کوي

کاڼــــي پـــــرې داوښکــــو ابابــیل دســترګــو اوروي

ګبردغمـــــوچـــــي پــرکعــــبه دزړه حـــــملـــــې کــــوي

زموږتاتمول پټ زړه کـي وي خوښکلي بیابلاکــوي

خلکوتــــه اوربل بانـــــدي اظهاردانـــــدېښنې کـوي

ای  دسولي سینده !په خاطر دخدای خړوب یې کړه

ســــتاسپېڅلې خـــواته مي دزړه چنار  ریښې کـوي

دې وېرجنه وخت کي خـــوچي هره ساه مـي واخلـمه

بــــیرتـــه راوتوکـــــــي اسوېلـی لــــــه زمانــــې کـوي

. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . .

(۱)  ګــــــــبر :   د اورعبادت کونکی ،اتش فرست

(۲)  تاتمول : لېوالتیا،مینه ،دلچسپې