بد رنګی پسې ښکلا راولې خدایه

په تیارو پسې رڼا راولې خدایه


دخزان بادد زاغانو څپې راوړې

هغه ګل هغه بورا راولې خدایه


چي مو روح تازه په رنګ رنګ زمزمو ؤ

د بلبل هغه چوڼا راولې خدایه


ټول فضا وه بې له عطرو معطره

یو ځل بیا هغه فضا راولې خدایه


چي د مرګ ټغر د سیمي څخه ټول کړي

د سوکاله ژوند لړزګا راولې خدایه


انتفاق هم ورورولي او اتحاد وو

هغه کور کلی هوا راولې خدایه


چي واکمن په استقلال یو خپل وطن کي

د «راشد»قبوله دوا راولې خدایه