خـــوږ بوی لکه قاصد د اشنا زېری راوړي راســــي

رڼـا وړانـــدي تر لـــمر د سبازېـــری راوړي راســـــي

 

څـــــپیړي د بـــــادونو یـــــې خوړلـــــي وي ســــپرلیه

استـــاځی دي یـــو ګل د صحرا زېری راوړي راسي

 

پر هسک مي د زړګي لکه وريځ داسي خواره سي

یـــــادونه د ي اشنــــا د ژړا زېــــری راوړي راســــــي

 

اســمانه ستا هم سترګي هر ماښام له ژړا سرې وي

تـــــــیاره تا لـــــره هم د يوچــــا زېری راوړي راســـــي

 

خـــــــــــــواږه کاته بــــــه هــــغه چا لــــــیدلي  وي اذاده

مجـــــــنون لره چي څــوک د لیـلا زېری راوړي راسي