ستـرګي دي سرې دي څه کوې دخـوبه؟

پښــــتونه ! ورور شهـــیدوې دخــــــوبه

 

پاڅـــــــه لالا خــــــلګ وزر غـــــــــوړوي

تـــــه لا ګایــــېږې اوس د شپــې دخوبه

 

 اول دښـــــــمن وپېږنه چـــي څوک دی

هســـــي به تـــــوره نه تــــــــړې دخـــوبه

 

ملاله نسته چي را ويښ کړي موږ ټول

د هــــــغې هـــــــڅه او ټـــــپې د خــــــــوبه

 

پیغلي بـــه ژاړي   لاروی        مړ سوی

تــــه به تابُــــت وښــــــوروې دخوبـــــــــه