چـــي څو ورک نکــــړم له سره د اشنا خـــــوب

تـــر هغې دي خدای غالب نکړي پرما خوب

 

کړه د سولي وینا خـــېر که دجنګ شپې دي

په تیـــــــارو کي خــــــلک ویني درڼا خــــوب

 

پردی کټ تر نیـــمي شپې وي دا مـــــــتل دی

پر پردی بړســــتن پاتــــیږي نیمه خوا خـوب

 

څــــــوک چي فکر پر پښتون د بادارۍ کړي

و روان  ســـیند ته دي اوايي هـــمدا خــــوب

 

خدایه دومره افغانان پر وحدت ټینګ کړې

یو له بل څــــــخه چي نه وينـــــي جــــــلا خوب

 

خــــــدایه ويښ مو کړې د پوهي په تاوده لمر

نــــور مو بس دی د تیـــــــارې شب یلدا خوب

 

څــــــه تعبیر یــــــې  راله راکــــړه یوسف مــخې

زما بد رنګه زړه لـــیدی ستا د ښـــکلا خـــوب

 

چــــي لیـــدل دي راڼه ستــوري ښکلي سترګي

خامـــخا خاکیاره! ښه رنګ لــــري ستا خوب