د دستار سړي په شمار دي

هسې خو هر سړى تيارې کې تلل راتلل کولې شي خو داسې اسانۍ او ازادۍ سره يې کله کولى شي لکه چې په  رڼا کې کيږي ادبي تخليق کاري بغير د علم نه يا د کم علم سره هم کيږي  دې  دپاري د مستند وعلومو ضرورت نه وي ځکه چې دا يوه خدايې ورکړى وصف دى خو علم د ادب دپاره د مشال ((څراغ )) کار کوي د فارسۍ او پښتو او اردو ژبو تاريخ مونږ ته دا ښايې چې ددې ژبو ديني عالمانو کې داسې ډير عالمان وو چې هغوئ د دغو ژبو دومره اوچت شاعران او اديبان وو چې نن يې هم کتابونه نه صرف تدريسي تقاضې پوره کوي بلکې
د هغوئ تخليقات عوامو او خواصو کې يو شان مقبوليت لري لکه فارسي کې مولا نا رومي . شيخ سعدي . اردو کې مولانا ابواکلام ازاد او علامه اقبال   په پښتو کې لکه خوشحال خان بابا او عبدالرحمان بابا . اګر که د علامه اقبال او خوشحال بابا په لړ کې د دينې علومو د با قاعده اسنادو درک نه لږي ولې دويې ديني علم کې حد نه زيات درک  (( پوهه))لرله ددې نوموړو تخليقات  ځکه کلاسيک جوړشول چې دوئ سره دعلم رڼا وه او ددې رڼا په طفيل د هغوئ ليکونه مونږ د پاره د لار ې مشالونه دي خو سړي ته چې خدې پاک د شاعرۍ وصف ورکړى وي . او مطالعه او مشاهده يې هم بشپړه وي نو دهغه په تخيلا تو کې سپېڅلتيا . پراختيا . نزاکت . او جذباتو کې قوت او صداقت پيداشي . له بده مرغه زمونږ پښتو شاعرانو اديبانو کې ډير کم شاعران داسې دي چې هغوئ  په علم معمور وي او په تخليقاتو کې يې هم اثرات موجود وي ددې وصف نه ډير محروم دي او هم دغه وجه ده چې ډيرو ليکوالو د ادب د تخليق په ميدان کې ورد وکړو څه موده يې په چل ول وخت تير کړو بيا تل دپاره پس منظر کې خوندي شول او نن يې صرف نامې پاتې دي بلکې د ډيرو خو نامې هم ورکې شوې

زۀ دلته نن ديو داسې شاعر تعارف کول غواړم چې د شاعرۍ عمر خو يې کم دى چې خپل عمريې هم اتلس کاله ((١٨)) دى ظاهره ده چې دې تنکي عمر کې د سړي شاعري هم تنکۍ وي ځکه چې د تخليق ميوه د عمر سر پخيږي . تاسو به حيران شئ چې ددې ځوان ((چې نوم يې عتيق الرحمٰن  دى او د طاير ځلاند په نوم يې قلم راخستى دى ))دومره پوخ کلام څنګه ليکلى شي ؟  او دتخيل او فکر پرواز يې څنګه دومره اوچت کيدى شي؟ په اول ځل چې ما خپله دهغه کلام واورېدۀ او دهٰغۀ شکل و شباهت (( کړۀ وړۀ )) او عمر ته مې او کتل چې لا يې ږيره بريت هم پوره شنه شوي نه وو  نو زړۀ کې مې پرې دا فتوه  ور وتپله چې دا شاعري ددې کم عمره ځوان نه شي کيدى چانه به يې سرقه کړي وي . خو روسته راته په تنقيدي غونډو کې داپته ولګيده چې طاير ځلاند يو پوئ زلمى دى او تخليقي صلاحيت لري او ددې نه هم خبر شوم چې د ديني علومو زدکونکى هم دى چې ډير زر به انشاءالله (( دستار )) وتړي . نو د هغه کلام کې اوس نه ماته داسې اثار ښکاري د چا په باره کې چې خوشحال خان بابا ويېلي دي  ٭چې دستار تړي هزار دي ٭ د دستار سړي په شمار دي ٭ طاير ځلاند په دې کم عمر کې دخپل پاخۀ کلام دکبله بغير ددستار نه دستار تړلى ښکاري ددې زلمي پلار مولوي شمس الحق د افغانستان د شخړې له کبله د ننګرهار نه دلته کواټ ته راکډه شو او په کواټ کښي ورته خداى پاک په ١٩٨٧ء  کې يو عقيق په انعام کې ورکړو چې نامه يې پرې عتيق الرحمٰن کيښوه نن سبا دپښتو ټولنې مشر سکرتر دى دکلام دا څو نمونې يې تاسو ولولې اميد دى چې تاسو بي زما د پورتنۍ دعوې تصديق وکړئ او ماته به څوک د مبالغې ارايې ګوته ونه نيسي د کلام نمونه يې داده

 

هغه د ژوند د جستجو په لذت څه پوهيږي
 څوک چې دي يخ سوري ته ناست او په سر لمر نه لري

د جمود ور به ماتيږي دا پخه مو عقيده ده
شروع شوى دې کوڅو کې دفکرونو احتجاج دى

داسې محلت کې مې ګزران دى د ژوندون په ډګر
د ورځې کار وکړم د شپې د ځان پهره کومه

ګوره د خپل وجود بقا دپاره
قطره قطره درياب کې سا اخلي

زه لکه مات ټوټې ټوټې له غيږ پريوتى منګى
زۀ ټول سالم لکه ژوندى د پښتنو روايت

څه ويل غواړي  له  جموده تښتي
عقل باغي  شو له حدوده تښتي
هر يو ارمان مې د ژوندون له غېږې
لکه سايه د خپل وجوده  تښتي
 قيوم مروت

کواټ

١٤ - ٩ - ٢٠٠٥