غزل
طایرځلاند
ما کړه شپه تېره په ازغو کې خو تاکړمه خاورې
يه دلمر څيرې . اوس به چرته وجود وړمه خاورې
هغه د ستا په نو م ارمان هم په کې ورژېدۀ
اوس به دزړۀ کور کې په خاورو اړومه خاورې
بيګا مې بيا ستا دياد دشتو کې مزل کړى دى
سحر سحر چې د بڼو نه څنډوهمه خاورې
دلته په ځان کې دهر چانه خپل صورت ورک شوى
زۀ به له کوم يوې هندارې پاکومه خاورې
ما که خپل ژوند دوخت په سلو خزانونو تېر کړو
تاله به نخښې د سپرلي ضرور راوړمه . خاورې
مانه مودې وشوې طايره چې يو لعل ورک شوى
په ما مودې وشوې چې اوس هم چاڼومه خاورې