د  سندرو شهزادګۍ

قلندر مومند

               دسندور شهزادګۍ رانه خفه ده
رنګینۍ مې په غزلو کې عنقا دي
داچې خیال ته مې راالوځي هغه ده
چې خورې یې تورې  زلفې په هوا دي
چې مستۍ یې ګډي کړي په هرخوا دي
چې له سهمه یې نګهت پریشانیږي
چې ګلشن کې یې ګلونه په سودا دي
داسپوږمۍ ، ستوري چې غلی غلي کیږي
دسندرو شهزادګۍ ته مې پسخيږي

***********

دسندرو شهزادګۍ دګل کلۍ ده
دې سپرلي کې نوې نوې ټوکیدلې
داهغه ده چې راختې په بلۍ ده
او که نه دغه سپوږمۍ ده راختلې
په شعور مې چې ده هسې غوړیدلې
چې دنیا راته رڼا رنګ او نشه ده
پړقیدلې ځلیدلې ځنګیدلې
هم خوږه ده هم ترخه ده عجیبه ده
دسندرو شهزادګۍ ده هم هغه ده

******

دسندرو شهزادګۍ دجونو میره
دپیغلوکو په ټولۍ کې سرفرازه
بې بهاده  بې مثاله بې نظیره
لکه زرکه چې خرام کوي له ناز ه
هسې رنګ قیامت خیزه فتنه بازه

په هر هر قدم څوڅو ځله تاویږي
لکه سر تر پښو دګل نه چې وي سازه
لکه لښته په ایله بانه ماتیږي
دسنرو شهزادګۍ داسې کږیږي

*********

دسندرو شهزادګۍ چې مخته راشي
پښه نیولې شي مخ تاو کړي پستنه شي
کله شونډې چیچي ، کله په مسکا شي
کله وشرمیږي ، کله په غصه شي
 له حیا نه کله کله تکه سره شي
کله سور سالو په مخ باندې راخور کړي
او دمخ سورخي یې داسې یو په دوه شي
چې دبرق غوندې نظرزما په لور کړي
دسندرو شهزادګۍ مې سوی سکور کړي

***********

دسندرو شهزادګۍ زما ژوندون دی
زما فکر زما روح زما نغمه ده
زما شعر دهغې دخیال مضمون دی
 که څه سوز دی که جذبه ده که لمبه ده
مادپاره هم هغه ده هم هغه ده
درته خوږ یمه یا مینه که په ما کړۍ
یا  زما کومه وینا درته خوږه ده
یا زما دژوندانه که څه تابیا کړۍ
دسندرو شهزادګۍ راله پخلا کړۍ

**************