غزل
طایر ځلاند
داسې دحالاتو پیچ و تا ب کې راګیر شوی یم
راشه کنه یا ره اظطرا ب کې راګیر شوی یم

ژوبل مې احساس شو په تیرو تیرو ازغو دوخت
پوه نه شوم خو سحر دګلا ب کې راګیر شوی یم
پخو لاندې نه زمکه لرم نه په سر اسمان مې شته
بیا نن دحالاتو کوم عذا ب کې راګیر شوی یم
څیره دیقین راکړه تیرو ځنې مې وبا سه
ژونده دوهمونو په حبا ب کې راګیر شوی یم
ماترې فلسفه دتغیر طایره زده کړله
زه یې چې دسترګو په کتا ب کې راګیر شوی یم

13.11.2010
- طاېر ځلاند
د چرسو کنډولیځولۍ [پ]له واده نه مې وروسته دا لمړی وار دی چې خپلې پلارګنۍ ته ورځم د خسرګنۍ او پلارګنۍ د کورونو تر منځه مې د ورځو او شپو مزل پروت دی خو زما ډیره بیړه ده چې کله به خپل کلي ته ور رسیږم اودا اوږد مزل به کله پای ته رسیږی په ستو مانتیا هیڅ نه پوهیدم خو دا اوږد مزل راباندیې ډيرغمیدلی و.زړه به راته وایلې چې کاشکې مې وزر درلودلی چې په هوا شوې وای او خپل کلي ته رسیدلې وی او په سپین رود کې مې مخ مینځلی وی او د سړې چینې نه مې سړې ،سړې اوبه چکلې وی چې ما به هر مازیګر ترینه...
21.11.2010
- طاېر ځلاند
د سندرو شهزادګۍ
قلندر مومند
دسندور شهزادګۍ رانه خفه دهرنګینۍ مې په غزلو کې عنقا دي داچې خیال ته مې راالوځي هغه ده چې خورې یې تورې زلفې په هوا ديچې مستۍ یې ګډي کړي په هرخوا دي چې له سهمه یې نګهت پریشا...