د استرالیا د سنا جرګې نوي استازي (فرازر انینګ) د تیرې سه شنبې په ورځ د کډوالۍ په هکله په خپله لومړنۍ وینا کې، د پخواني جرمني د نازي حکومت د یوې مشهورې اصطلاح (فاینل سلوشن) په کارولو سره استرالیا ته د مسلمانانو پر مهاجرت د عامه بندیز لګولو وړاندیز وکړ.

د نوموړي د وینا هغه څه چې د عامه خلکو او سیاستوالو احساسات یې راوپارول هغه د (فاینل سلوشن یعنی وروستۍ حل لارې) د صطلاح کارول وه. دغه اصطلاح په پخواني آلمان کې د نازي حکومت پر مهال د یهودانو د ټولوژنې لپاره کارول کیده.

که څه هم سناتور فرازر وروسته یوې ورځپاڼې ته ویلي چې هغه له دې نه وه خبر چې د (فاینل سلوشن) اصطلاح د نازي آلمان لخوا د یهودانو د ټولوژنې لپاره کارول کیده، خو هغه د مسلمانانو د مهاجرت په هکله پر خپلو نورو خبرو ټینګار کړې.

سناتور فرازر آنینګ د خپلو خبرو په تفصیل کې ویلي، « مونږ د یو خپلواک ملت په توګه دا حق لرو چې په دې تینګار وکړو چې هغه څوک چې زمونږ هیواد ته راځي باید زمونږ کولتور، ژبه او ارزښتونه منعکس کړي او همدارنګه زمونږ د دغه عیسوي مذهبه او اروپايي توکمه ټولنې جوړښت قبول کړي.»

د سناتور فرازر دغه وینا د استرالیا د ډیری سیاستوالو لخوا غندل شوې. د استرالیا لومړي وزیر مالکم ټرنبل د نوموړي دغه وینا یوه حیرانوونکې بې احترامي د هغه یهودانو په هکله بللې چې د نازي آلمان د ټولوژنې پر مهال په بې رحمانه ډول له منځه وړل شوي وه.

همداراز لومړي وزیر ټرنبل د استرالیا د مسلمانانو په اړه د یو سیاستوال لخوا د دغه کلیمې پر کارولو خواشیني څرګنده کړې او له هغوی یې بخښنه غوښتې.

سربیره پر دې د استرالیا د اپوزیسیون لېبر ګوند غړې آني علي چې په پارلمان کې د دغه ګوند لومړۍ مسلمانه استازې ده، سناتور فرازر یو سپین پوستې برتریت غوښتونکې وبله.

آغلې علي د فرازر د وینا په غبرګون کې په ژړغونې غږ پارلمان ته داسې وویل، « زه نوره ستړې شوې یم چې د کرکې، تعصب او تخریب په وړاندې بیا بیا ځلې ودریږم. په دې اړه نور د مبارزې توان نه لرم.»