د لوی اخترپه درشل کې افغانان د سیمې او نړۍ له راز راز توطیو سره مخامخ دي. افغان ټولنه په روان کال کې له لویو آزموینو سره مخامخ ده، که په تدبیر او بشپړې ځیرکتیا حرکت ونه شي، هر څه د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي. سیمه ییز حساسیتونه خپل اوج ته رسیدلي، نړیوال زبرځواکونه دغلته ښکر په ښکر دي، او قرباني بیا هم افغانان ورکوي. د غزني ښار کې وروستی انډوخر د همدې حساسیتونو او ناوړه لوبو پایله وه. پاکستان او روسیه تازه سلا شوي چې خپلو کې پوځي همکاري پراخوي د اسلام آباد او مسکوتر دې پرېکړې وروسته د اسلامي هېوادونو فرهنګي پلازمینه غزني وینو کې ولمبېده. 

                              د پاکستان او روسیې د اړیکو څرنګوالی او پر سیمه او نړۍ یې اغېزې 

                  د 2018 کال د جنوري لومړۍ ورځ پاکستان ته ښه نه وه، د نړۍ د ځواکمن هېواد مشر (ډونالد ټرمپ) په یوه ټویټ   کې ولیکل:” پاکستان مونږ ته د احمقانو خیال کړی، له مونږ(امریکا) یې دا څو لسیزې میلیاردونه ډالر واخیستل خو په بدل کې یې را سره دوه ګونې لوبه وکړه، پاکستان مو په پښو ودراوه، خوهغه هېواد پرمونږ ګوزارونه پیل کړل، مونږ پیسې ورکړې، خو هغوي افغانستان او سیمه کې زمونږ پر ځواکونو او ګټو حملې پراخې کړې. نور دا لوبه دوام نه شي کولی او د هر څه حساب کتاب کیږي.” 

               د انګلستان په خوښه او وړاندیز د آسیا سویلي سیمه کې را ټوکېدلي پاکستان دې توند دریځ ته سوړ اسویلی وکېښ. د وخت بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وویل، دا یواځې مونږ نه وو چې دوه ګونې لوبه مو کړې، امریکا ډېر داسې څه کړي چې په ویلو یې شرمیږو، آصف وړاندې ګام وانخیست خو ویې ویل، ډېر څه به په خپل وخت سره ووایي. د ټرمپ ادارې په پاکستان د پوځي مرستو لړۍ وځنډوله او ور سره یې دا وویل چې اوس پاکستان پرېکړه کوي، پاکستان باید خپله خاوره کې د ترهګرو په ځانګړې توګه حقاني شبکې په وړاندې عملي ګامونه واخلي، ور سره پوځي ځنډېدلې مرسته له سره پیلیدای شي. پاکستان یو لړ غولوونکې خبرې او امریکا ته د چارواکو سفرونه وکړل، دې خوا او اخوا یې ډېرې هڅې وکړې خو د ټرمپ زړه یې لاسته را نووړ. د ټرمپ ادارې خپل فشارونه روان وساتل او پاکستان  یې د ترهګرو د ملاتړ په جرم د نړۍ د هېوادونو په خړ نوملړ کې شامل کړ.خو پاکستان په همدې مهال روسیې ته مخه کړه. کوم هېواد ته چې د پاکستان سترغلیم و، د پخواني شوروي اتحاد په ماتولو کې پاکستان د امریکا او لویدیځو هېوادونو پروژه تطبیق کړه، روسان پوهیږي چې پاکستان دې پروژه کې څه رول درلود خو آیا اوس دا هېوادونه کولی شي په امریکا فشار راوړي؟ دا پوښتنه لږ په دقت سره ځواب ورکول غواړي. پاکستان بې له شکه ښه لوبه کړې او لا کوي، خو هغه متل دی چې وایي ملخک جستی جستی، آخر به دستي. 

                پاکستان اوس نړۍ کې منزوي شوی، او روسیې تل د تاریخ په اوږدو کې هغو هېوادونو ته لاس ورکړی چې منزوي دي. سیمه کې له پاکستان سربېره سوریه او ایران د روسیې متحدین دي، پاکستان لا هغه کتار ته نه دی ور رسېدلی، خو هڅه کوي چې له روسیې سره د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي، یو داسې څپرکی چې زړه دښمني په کې هېره شوي وي او نوی ژوند پیل شوی وي، سیاسي لوبو کې دا یوه عادي خبر ده، دوست دې د تل لپاره دوست نه شي پاتې کیدای او دوښمن دې هم د تل لپاره دوښمن نه پاتې کیږي. پاکستان اوس اړ دی، د امریکا له مخ پر زیاتېدونکي فشار  ځان خلاص کړي، یواځې په چین څه نه کیږي چې امریکا پرې د خپلې پرېکړې بدلولو ته وهڅوي، اوس ورته په کار ده چې د سیمې له بل ځواکمن هېواد سره هم ملګرتیا ټینګه کړي، نو روسیه ښه انتخاب دی او پاکستانیانو دې برخه کې ښه عمل کړی، خو روسیه لا هغه موقف کې نه ده چې د امریکا په وړاندې ودریږي. ممکن دې برخه کې یوه معامله وشي، خو لنډ مهال کې د دې ناوړه لوبو او حساسیتونو قربانیان افغانان دي. بلخوا په ایران د امریکا تر کم سارو پراخو بندېزونو وروسته افغانستان تر اقتصادي فشار لاندې راغلی. ایران   او افغانستان خپلو کې د کال شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر راکړه ورکړه لري، خو د امریکا دې پرېکړې دا اړیکې له وړاندې زیانمنې کړي او دغه لړۍ لا د زیانمنېدو په حال کې ده. بلخوا د سعودي په کوربه توب د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو جده او مکه ښارونو کې د افغانستان په روانې جګړې دوه ورځنی بحث وکړ، دې ناستې ته د پاکستان یو یا دوه دیني عالمان ورغلي وو،خو ایران په کې حضور نه درلود، دا دواړه هغه بد ګاونډیان دي چې تل یې له شا پر افغانستان ګوزارونه کړي او نه پریږدي چې دا هېواد په خپلو پښو ودریږي. 

                  د سعودي عربستان په دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان جګړه فتنه وګڼل شوه، خو ور سره جوخت د پاکستان نیابتي لښکرو طالبانو دې جګړې ته پلمه پیدا کړه او ویې ویل چې هېواد اشغال شوی، په هر حال دا د پاکستان په فرمایش دریځ و چې ونیول شو که نه دغه جګړه تر فتنې پرته بل هیڅه نه شي کیدای. که موضوع لږ په ژور ډول وڅېړل شي، دا پایله اخیستلی شو چې هر څه سم روان دي، قرباني به ورکول کیږي او افغانان خو دا څلور لسیزې له راز راز توطیو سره مخامخ دي. خو که خدای کول، افغانان به د سولې بهیر کې لنډو وختونو کې لوی پرمختګونه وویني. د غزني په ښار کې وروستۍ جګړه د دې لپاره وه چې پاکستان نړۍ او امریکا ته دا پیغام ورکړي چې طالبان یې لا هم نیابتي ځواکونه دي او په دې ځواکونو هر څه کولی شي، هر څه خو تر سره نه شول، خلک ووېرېدل خو پاکستان هم لوی درس واخیست. دقیق هغه کیسه تکرار شوه چې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته په ننګرهار کې پېښه شوې وه. د ډاکټر نجیب الله په واکمني کې پاکستان په ډېرې بې شرمي په افغانستان یرغل وکړ، په هغه مهال د پاکستان نیابتي ځواکونه څو تنظیمي ډلې وې چې اوس د افغان ملت د ژغورنې لښکر ځان بولي. خو د نجیب ادارې ښه او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، پاکستان هغه مهال هم درنه څپېړه وخوړه او د غزني په جګړه کې یې هم دا دی داسې ګوزار وخووړ چې تر ډېره به تیندکې وهي. افغانان په هېواد  مین دي او که هر څومره له پښو لویږي او هر څومره ټکول کیږي، په هماغه اندازه یې مقاومت نور لوړیږي. د غني او نجیب ادارو پاکستان ته لوی درس ورکړ، اوس نو د افرآسیاب خټک د خبرو په تایید سره له پاکستان غواړو چې خپله تګلاره بدله کړي.  روسیه، چین، او د نړۍ نور ځواکمن هېوادونه دا مهال پاکستان ته د امریکا بدیل نه شي کیدای، امریکا د پاکستان لوی ملاتړی هېواد دی او که یې پسې را واخیسته ژر به په کې داسې اور بل کړي، چې باجوه به یې مهار نه کړای شي. 

                د پاکستان د کمزورتیا ټکي بیخي ډېر دي، دوه سوو میلیون وګړو څخه یې نفوس اوښتی، خو بیوزلي په کې خپل اوج ته رسېدلې، پښتانه، بلوڅان او سندیان چې د پاکستان لږکي قومونه جوړوي، ډېر ناراض دي او یواځې سم مدیریت غواړي چې پاکستان پرې له منځه تلای شي، که پاکستان خپله لوبه بدله نه کړي، ډېر زیان به وکړي، افغان ټولنه نور زغم او ځیرکتیا ته اړتیا لري. دغلته باید د همدې په ستونزو کې را ګیر  نظام ملاتړ وشي، پرې د دې او هغه نوم ونه لګول شي، یواځې اتحاد کولی شي افغانان نړۍ کې ثابت ملت وساتي، که نه نو لږه بې غوري هم دې حساس پړاو کې لوی زیان پېښولی شي. په پاکستان فشارونو پایله ورکړې، اوس افغانستان کې د وحشتونو له لارې غواړي، لوبه بل ډول کړي، د غزني، کابل، بغلان، فاریاب او هېواد نورو سیمو ترهګریزې پېښې سره تړلي او دا ټولې د پاکستان لخوا کیږي او شوي دي په دې سره به لنډ مهال کې افغانان لوی تاوان وکړي خو اوږد مهال کې هر څه بدلیدای شي، یواځې دې د غني ادارې ته په بهرنۍ پالیسي کې د لا ښه کار لپاره نور وخت ورکړل شي، چې څه کیږي. بې له شکه چې بهرنۍ پالیسي مو ډېره ښه ده، ښه دې برخه کې نه شو کولی د پاکستان ورنکاره رول له پامه وغورځوو، خو اوس هغه هېواد د اسلامي هېوادونو او لویدیځ تر سخت فشار لاندې دی او دې منځ کې روسیه او چین نه شي کولی پاکستان له دې فشارونو خلاص کړي. یواځې د پاکستان لخوا د پالیسیو بدلون کولی شي سیمه کې ټیکاو را منځته کړي، که داسې ونه شول باور لرو چې یوه ورځ به پاکستان هم دې بل کړي اور کې سوځیږي او هغه مهال به نور اوبه له وړخه تېرې وي. 

                                       پای