‎ولې په پاکستانۍ کلدارو خپل ولس وژنئ؟
‎د
‎پنجابي تر ټولو دروېزګر ګور ته ورشه دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې وروړه او ورته ووایه چې د لاهور د لرې پرتې سیمې د وړې لارې یو وړوکی پلچک والوځوه، سم د لاسه به درته ووايي ته مسلمان نه یې، یهود یې څنګه د خپل هېواد پلچک والوځومه ؟
‎راشه زما ځینو خلکو ته ، پنځه زره افغانۍ ورکړه، چې هغه جومات کافر شوی دی ، په ممبر کې یې بم کېږده او وایې لوځوه، سم د لاسه دا کار کوي، او دا ممبر د دوزخ په اور لاهو کوي.
‎دا مو اسلام دی، او دا مو انسانیت دی. که داسې نه وای څنګه به مو دا څلوېښت کاله خپل هېواد ورانه وو؟
‎څنګه به مو اردو ړنګوله؟
‎څنګه به مو ملي بنسټونه له منځه وړل، څنګه به مو خپل ښوونځي سوځولی، او څنګه به مو قران شریفونو ته اور ورته کولو!
‎څلوېښت کاله مو دا کار وکړ ، په لږو پيسو خرڅ شوو، یو او بل مو سره ووژل، یو او بل مو سره ورټل، وطن مو د پنجابي، او مشهدي له سیالۍ څخه ویوست.
‎یو او بل مو محتاج کړ، د کون‌‌‌‌‌‌ډو رن‌‌‌‌‌‌ډو ، او یتیمانو فابریکې مو وزېږولې .
‎اخېر هم ویلی شو چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ټيټ خرڅېږو، هغه هم د خپل وطن د ورانولو او د خپل ولس د وژلو په غرض ، یوه انګلیسي جنرال چې پخوا د استعمار په وخت کې د پيښور والي وه، ویلي دي افغانان طلا خوره خنځیران دي، خان عبدالغفار خان چې ژوند یې د پښتنو د آزادۍ لپاره په زندانونو کې تېر کړ وايي : ټول پښتنو پسې وګرېدم، ما پښتون پيدانکړ ، او پښتون په پيسو پسې وګرځېد ، خو پښتون پيسې پيدا نکړې.
‎لوی خوشحال بابا وايي:
‎پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي.
‎ورته ایښی د مغل د حلوا تال دی .
‎بل ځای همدا بابا وايي:
‎که هر څو یې سمومه نه سمېږي.
‎پښتانه دي دکږو کاڼو دېوال

‎لن‌‌‌‌‌‌ډه دا چې موږ د هېواد د آبادۍ د پاره ، څه کړې ندي ، بلکې په پاکستانۍ کلدارو مو یو او بل وژلي، هېواد مو ړنګ کړی ، او په مور خاوره مو د لاهوري سره په کلدارو معامله کړې.
‎دا مو لن‌‌‌‌‌‌ډ تاریخ دی .