د هېواد رښتیني اتلان باید ولمانځل شي!
لیکواله :ډیوه افغان
څلوېښت کاله کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده ، دې جګړې سړی او نه سړی ونه پېژنده ، له ډېرو وطن ورانو ، او جنګي جنایت کارانو يې اتلان جوړ کړل، حال دا چې هغه اتلان نه وو،بلکې جنګي جنایت کاران وو، هغوی رتبې واخیستې ، هغوی جعلي عزت پیدا کړ، هغوی جعلي نوم پیدا کړ، هغوی په زوره بلډنګونه پیدا کړل، او بالاخره هغوی ملي اتلان شول .
د نړۍ په تاریخ کې او هر هېواد په تاریخ کې ، اتلان هغو ته ویل کېږي ، چې تللي وي او نور هېوادونه يې فتح کړې وي ، د بهرنیو یرغلګرو پزې يې ورماتې کړې وي ، او خپل هېواد ته يې ویاړنې راوړې وي ، ویلی شوی چې برعکس زموږ په هېواد کې اتلان داخلي جنایت کارانو ته ویل کېدل ...
څو ورځې وړاندې پاکستاني پنجابیانو او د هغوی تلیڅټو پر غزني ښار يې له څلورو خواو حمله وکړه ، له درېو خواو وساتل شو ، خو له څلورمې خوا وتوانېدل چې ښارته ننوځي ، محلي امنیتي ځواکونه وروسره لاس او ګرېوان شول، په لومړیو کې له شاوخوا او له مرکزه مرستندوی ځواکونه ور ونه رسېدل ، خو د غزني امنیه قواندان او په لاس لرلو سرتېرو يې د پاکستاني تجاوز ګړو پر ضد دفاعي حالت غوره کړ ، دوی يې په سلهاو ووژل ، او په سلهاو يې نیم ژوندي کړل ، درې ورځې په خپله غزنی وساتلو ، څلور ورځې يې سره په سر خوب ونکړ، د هېواد لپاره له ژونده په مرګ خوشحاله وو، تر څو ورته له مرکزه ملاتر ور ور ورسېدل ، غزنی يې له ترهګرو وژغوره . اوس څنګه کېدایشي چې داسې اتلان ونه لمانځو ، ويې نه ستایو ، ويې نه نازوو؟ د ولسمشر څخه مننه کوو چې داسې یو وړ چاته يې مینه ورکړه، رتبه يې وکړه ؤ او ويي نازوه.په لویه کې ویلی شو اتلان دغسې وي ، سرتېري دغسې و ، مېړني دغسې وي ، او په هېواد سرښیندونکي دغسې وي ، دی او دېته ورته نور مو هم ملي اتلان دي .