ناپيژاندو وسله والو د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د سيمه ايزي شورا مرستيال په ډزو سره وواژه .
د والي وياند شاهدالله شاهد وايي چي تيره ورځ ناوخته ددې ولايت دجغتو ولسوالۍ دسيمه ايزې شورا مرستيال معلم عزيز الله د يادې ولسوالۍ د برغولې په سيمه کې دوو تنو موټرسيكلو سپرو په   ډزو وويشت او سخت يي ټپي كړ . 
شاهد وايي  بريد كوونكي  وروسته دسيمې څخه تښتيدلې دي خو دسيمې خلکو معلم عزيز الله  د درملنې په موخه کابل ته ليږداوه  چې په لاره کې يې ساه ورکړه.
د شاهد په وينا معلم عزيزالله شپېته (۶۰) كاله عمر درلود او د ميدان وردګو ولايت مخور كس وو.
  ويل كيږي چي نوموړى   ديرغلګرو روسانو سره دجهاد پرمهال دمحاذ ملي دجبهې  سيمه ايز قوماندان وو  چې اوسمهال يې دسيمه ايزو شخړو دستونزو دحل په موخه دقومي مشر او دسيمه ايزې شورا دمرستيال په توګه دنده تر سره كول .
د پېښي مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .

 د بینوا څخه په مننه