د خواښې د لاس مچوکول (فتوی)

خواښى خو د مور حيثيت لري خو لکن له ټولو حيثتونو څخه د مور په شان نده، نو که څوک د خپلې خواښى لاس مچوي، احتمال لري چې خواښې ځوانه وي، احتمال لري چې انسان ته د شهوت خوا ته مائل شي، نو په داسې حالت کې علماء وايي چې کله چې د چا کومې ښځې ته شهوت راشي نو د هغه اصول او فروع (مور او د هغې نه پورته او لوڼې او د هغوى نه ښکته) ټول ورباندې حراميږي، او د خواښې په فروعو کې د سړي ښځه هم شامله ده، نو خپله ښځه هم ورباندې حراميږي. نو د احتياط په خاطر د خواښې لاس مچول درست کار نه دى. 

ځواب ورکونکی: مولوی مجیب الرحمن منصور

 

 

لیمه وردګ