دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ دسالارو د پتنګ په سيمه کې نن سهار په ۹ بجو د دوه سراچو موټرو دټکر له امله يوه ښځه مړه، د دريو ښځو په ګډونه ۷ تنه ټپيا شول.
د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد وايي چي يوه شخصي سراچه موټر چې د غزني څخه دکابل په لورې او بله شخصي سراچه موټر چې دکابل څخه دوردګو په لور روانه وه دسالارو دپتنګ په سيمه کې دبې احتياطۍ له امله يې تصادم وکړو چې په يوه سراچه موټر کې يوه ميرمن دغزني ولايت اوسيدونکي ځاي پرځاي مړه، ۳ تنه نورې ښځې او په بله سراچه موټر کې ۴ تنه نارينه پکې ټپيان شول چې ټپيان دسيمې دخلکو او ملي اردو په مرسته دسيمې څخه دسيداباد روغتون ته يوړل شول چې په ټپيانو کې ديوې ښځې روغتيايي حالت دانديښې وړ ښودل شوې وو چې کابل ته وليږدول شوه.
شاهد وايي نوموړې پېښه د پوليسو لخوا دڅيړنو او پلټنو لاندې ده
بینوا څخه مننه