تاسو به خیر یاست چې په غزني ولایت وسله والو طالبانو ډلییز بریدونه پیل کړي ، او د دغه برید لپاره يي بشپړه امدګې نیولي وه چې د بیلابیلو ولایتونو څخه يي نور وسله وال طالب جنګیالي هم راټول کړي ول ، دوي غوښتل چې غزني ولایت ته سقوط ورکړي او تر خپلې ولکي لاندي يي راولي ، خو دا چې اوس د افغان حکومت کشفي او استخبارتي برخه ډیره بیاوړي شوي ده نو د دوي د دغه شومې موخې په اړه يي له پخوا خبر درلود ، نو همدا لامل وو چې دوي هم بشپړ چمتوالي درلود او د ښار په بیلابیلو سیمو کې يي امنیتي ځواکونه ځاي پرځاي کړي ول ، په اول کې طالبانو چې ګمان يي کاوه چې ګنې امنیتي ځواکونه بې خبره دي ښه ډاډ زړه يي د شپې په دولسو بجو د دغه ښار د څو اړخونو نه بریدونه پیل کړل .
خو سمدواره امنیتي ځواکونه چې تیار چمتو وو دوي ته يي ځواب ورکړ ، ګڼ شمیر وسله وال طالبان يي وژل او ګڼ نور يي ژوبل کړل ، خو طالبان وتښتیدل او د خلکو په کورنو ، دوکانو او نورو عامه ځايونو کې پټ شول ، له هغه ځايونو يي په افغان ځواکونو بریدونه پیل کړل ، دا نښتي ځکه وغځيدې چې امنیتي ځواکونو هڅه دا د وه چې عامو خلکو ژوند خوندیتوب ته پام وکړي ، د طالبانو چې نور وسه ونه رسیده نو په بیلابیلو ځایونو کې يي هټيو او ځينو ځایونو ته اورونه واچول ترڅو ، ویره خپره کړي او په دي سره دونیا ته دا وښايي چې دغه برید د دوي په زیان نه بلکې په ګټه وو ، خو په اصل کې داسي نه ده ، د دوي څخه د ګڼو کورنیو او بهرنیو ملګرو جسدونه يي د ښار په بیلابیلو څنډو کې پاتي شول او دوي پښې سپکې کړي .
امنیتي ځواکو انسانیت ته د درناوي په موخه د خپل دښمن مړې هم نه پریږدي چې خراب شي او یا هم بې قدر شي نو همغه وو چې دغه جسدونه يي ځينې چې دوي پرې توانیدل روغتونو ته ولیږدول ، اوس هم طالبان د دغه ښار په یو شمیر سیمو کې پټ دي خو لکه څنګه چې ویل کیږي او څومره چې اوازې دي چې ګنې غزني ښار ړنګ شو ، غزني طالبانو ونیول ، غزني لاړ سقوط شو او یا هم سقوط ته ورنیږدي دې دا ټولي هسې د دروغو اوازې او پور او پاګن دي نور هیڅ نه دي ، غزني ښار په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندي دي او جګړي يواځې د ښآر په ځينو څنډو کې چېرته چې طالبان پټ شوي او د ځاي خلکو نه د سپر په توګه ګټه اخلي هغه ځايونو کې ده ، امنیتي ځواکونه چې تر هر څه زیاته ورته د ولس ژغورنه او خوندیتوب مهم دي ځکه په کراره کراره مخکې ځي او طالبان ځپې ، طالبان هم د تېر په څير د دروغو اوازې خپروې او ادعاوي کوي ، دوي د خلکو کورونه دوکانونه او نورو ځايونه سوځولي او په دغه نښته کې يي تر ټول ستر زیان لیدلاي او ګڼ جنګیالي يي وژل شوي چې شمیره يي سلګونه تنه کیږي ، او د دې سربیره طالبانو افغان ځواکونو ته نه بلکې ولسونو ته زیان اړولي ، د ولسونو ګڼ شمیر هټي او نورو ځایونه يي سوځولي او ستر مالي زیانونه يي وراړولي دي ، همغه خبره او متل دي چې واي ( چې زور مې پر تا نه رسي ، مړ به دي پلار کړم ) طالبانو چې په غزني ښار کې خپل ټول قوت وازمیه بیا يي هم افغان امنیتي ځواکونو ته زره کدر هم زیان وانه ړاوه ، تېرې خبرې ته مې بیا ورګرځم او په ډاډ سره وایم چې طالبانو تش دنیا ته د ځان ښودنې په خاطر د خلکو کورونه هټي او نورو ځایونه وسوځول ، دوي په دغه نښتو کې په ځينو ځایونو کې عام خلک هم په نښه کړي ترڅو شورش جوړ کړي او د خلکو احساسات د دولت پر وړاندي روپاروي .
نو طالب جانه نه پوهیږم ستاسي موخه څه ده ، که په دي شکل له دنیاوالو او حکومت امتیاز غواړي ترلاسه کړي نو دا مو يو ناسمه او غیر عادلانه او غیر اسلامي او انساني پریکړه ده ، او که غواړي چې د پردیو په اشاره افغان وژنه ترسره کړي نو بیا خو هيڅ د بخښلو نه یاست او که ویره لري چې اوربندونه مو لیکې کمزوره نه کړي او په دې شکل سره د خپلو جنګیالیو احساسات راوپاروي نو دا هم بیا سم کار نه دي ځکه په دغه جګړه کې خو تر ټول زیات زیان لومړي تاسو او بیا ولس ته واوښت، داسي کار په والله که ماشومان هم وکړي لکه تاسو چې وکړ ، نو د الله ج په خاطر نور دا بې ځايه او د پردیو په اشاره ظلم او ستم پریږدي او سوله وکړي په سوله کې مو خیر دي